راپورونه

په کندهار کي د عاشورا په مناسبت (۱۳۵) زره سي سي وینه د ویني بانک ته ورکول سوه

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار د عاشورا د ورځي په مناسبت د کندهار اهل تشيع د امام حسين د ويني بانک ته ۱۳۵ زره سي سي وينه ورکړه. د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، ډېر کسان غواړي چي وينه ورکړي، خو د امکاناتو د کمښت له امله نه سي کولای چي له ټولو څخه وینه واخلي، ...

Read More »

کندهاري اوسېدونکي: د شهيد اوونۍ دي د شهیدانو د کورنیو سره په غمرازۍ ولمانځل سي

رپوټ: مهتمم صالح په افغانستان کي د شهید اوونۍ هر کال په سنبله کي لمانځل کيږي. په کندهار کي یوشمېر ځوانان او سپین ږیري وايي، د شهيد د اوونۍ معنا دا ده، چي افغانان د هغوی قربانيو ته احترام وکړي او له جنګه لاس واخلي، تر څو نور خلک ونه وژل سي. دوی وايي، اوس وخت رسېدلی، چي ټول قومونه ...

Read More »

ټرمپ: نور مذاکرات له منځه تللي دي او امریکايي ځواکونه به پر مناسب وخت له افغانستانه وباسو

له طالبانو سره د مذاکراتو تر درولو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چي دغه مذاکرات له ‌منځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کي له افغانستانه ووځي. ټرمپ د دوشنبي په ورځ په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کول‌ یي خپله پريکړه وه. د امریکا ولسمشر تر دغو ...

Read More »

طالبان: د ډونالډ ټرمپ د پرېکړي تر ټولو لوی تاوان به خپله امریکا ته ورسېږي

وسله والو طالبانو له امریکایانو سره د سولي د خبرو لغوه کېدو ته په خپل لومړي غبرګون کي ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې پريکړي تر ټولو لوی تاوان به پخپله امریکا ته رسيږي. طالبانو په یوه مفصله اعلامیه کي ویلي، دوی تر پرونه له امریکایانو سره خبري کولې او دا خبري په یوه ښه فضا کي رواني وې. په ...

Read More »

عبدالقیوم پخلا: که خصوصي سکټور روغتيا پالان روزي، هغوی ته دي د کار زمينه هم برابره کړي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار ولايت مقام کي خلکو ته د حساب ورکوني په غونډه کي د کندهار د عامي روغتیا رئیس عبدلقیوم پخلا وويل، دوی د استخدام په برخه کي له ډيرو مداخلو سره مخ دي، چي په لوړه سطحه دوی ته ويل کيږي، چي ځيني کسان استخدام کړي، خو دوی نه سي کولای چي بېله امتحانه کارکوونکي وګماري. ...

Read More »

امنیتي ځواکونو د بغلان (ګذرګاه نور) ولسوالي بیرته نیولې ده

له بغلان څخه د رارسېدلو راپورونو له مخي، افغان امنیتي ځواکونو د بغلان ګذرګاه نور ولسوالي بيرته ونیوله. د ګذرګاه نور ولسوال عبدالحنان وايي، چي دا ولسوالي د یکشنبې په شپه طالبانو نیولې وه، خو پرون امنیتي ځواکونو د خلکو په مرسته له طالبانو بيرته ونیوله. د عبدالحنان په وینا، د ګذرګاه نور ولسوالي په نښتو کي یو سرتېری د ...

Read More »

پامپیو: طالبان باید خپل چلند واړوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، طالبان د کابل په ډيپلوماتیکه سیمه کي په موټربم برید سره، چي یو امریکايي پوځي هم پکښي ووژل سو، له حده واوښتل او دا د دې سبب سو چي ولسمشر ډونالد ټرمپ په کمپ ډېویډ کي د افغانستان د سولي پلان سوي خبري لغوه کړي. پامپیو ویلي، اوس دا په طالبانو ...

Read More »

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه کړل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه کړل. ټرمپ څو ساعته دمخه پر خپل ټویټر ولیکل، چي دغه مذاکرات په کابل کي د طالبانو د وروستي برید په دلیل لغوه سول. د ټرمپ په وینا ټاکل سوې وه نن د یکشنبې په ورځ د کمپ ډېویډ په تفریح ځای کي د ...

Read More »

فضا ته د هند توغول سوې سپوږمکۍ ظاهراً بې پایلي پاته سوې ده

فضا ته د هند لومړنۍ توغول سوې مصنوعي سپوږمکۍ ظاهراً بې پایلي پاته سوې. چارواکي وايي، چندریان-۲ په بریالیتوب سپوږمۍ ته نژدي سوي وه،‌خو کله چي یې سطحي ته ۲۰۱ کیلومتره نژدې سوه، له ستونزو سره مخامخه سوه. د هند د فضايي څېړنو سازمان (ایسرو) ویلي، له دي مصنوعي سپوږمۍ سره تر کښته کېدو څو ثانیې وروسته اړیکه پرې سوې ...

Read More »

کندهار ښاریان د هندو چوک څخه تر جامع عمر پوري د سړک له خرابوالي څخه شکایت کوي

رپوټ: مهتمم صالح که څه هم په بیا بیا کندهار ښاریانو شکايت کړی چي په ښار کي ډېری سړکونه کنډ او کپر دي، خو ښاروالۍ تر اوسه هم ياد سړکونه نه دي جوړ کړي. کندهار ښاريان وايي، د دوهمي امنيتي حوزې اړوند د هندو چوک څخه تر جامع عمر پوري سړک ډېر کنډ و کپر سوی او ورځ تر بلي ...

Read More »