په کندهار کي د عاشورا په مناسبت (۱۳۵) زره سي سي وینه د ویني بانک ته ورکول سوه

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار د عاشورا د ورځي په مناسبت د کندهار اهل تشيع د امام حسين د ويني بانک ته ۱۳۵ زره سي سي وينه ورکړه.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، ډېر کسان غواړي چي وينه ورکړي، خو د امکاناتو د کمښت له امله نه سي کولای چي له ټولو څخه وینه واخلي، ځکه ښايي دغه وينه مصرف نه سي او له دوی څخه خرابه سي.

ډاکټر پخلا وايي، د دوی د نن ورځي هدف درې سوه کسان وه، چي د هر کس څخه ۴۵۰ سي سي وینه کاږي.

د پخلا په خبره دغه وينه به دوی ته يوه مياشت بسنه وکړي او په ميرویس روغتون کي به د ويني د کمښت مخه ونيسي.

بلخوا وينه ورکوونکي وايي، دوی دغه وینه د ثواب په نيت ورکوي او غواړي چي په ياده وينه د خپلو هیوادوالو ژوند وژغوري.

دوی وايي، چي علماء يې پر دې ټنګار کوي، چي بايد وينه بې ځايه مصرف نه کړي بلکي د ويني بانک ته يې وسپاري.

دوی د ټولو هيوادوالو څخه غوښتنه کوي، چي د ويني له بانکونو سره مرسته وکړي.

د شعيه مذهب پیروان د عاشورا په ورځ مذهبي مراسم نیسي، چي ډېر وخت په دغه مراسمو کي د پېښمانۍ په خاطر خپل ځانونه وهي، چي له امله یې د خپل بدن ډېره وينه ضايع کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...