طالبان: د ډونالډ ټرمپ د پرېکړي تر ټولو لوی تاوان به خپله امریکا ته ورسېږي

وسله والو طالبانو له امریکایانو سره د سولي د خبرو لغوه کېدو ته په خپل لومړي غبرګون کي ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې پريکړي تر ټولو لوی تاوان به پخپله امریکا ته رسيږي.

طالبانو په یوه مفصله اعلامیه کي ویلي، دوی تر پرونه له امریکایانو سره خبري کولې او دا خبري په یوه ښه فضا کي رواني وې.
په اعلامیه کي راغلي، د ولسمشر ټرمپ له دې اعلانه ښکاره سوه چي امریکایان پر جنګ باور لري، خو بله خوا طالبان خپلو خبرو ته ژمن دي.

په اعلامیه کي راغلي چي د طالبانو جهاد به دوام لري او د امریکایانو د سر او مال تاوان به نور هم زیات سي. طالبان وایي دوی پر خپل دریځ باور لري او پوهيږي چي امریکایان به هم بيرته همدې دریځ، یعني د سولي خبرو ته راځي.

د طالبانو اعلامیه کي ویل سوي دي چي زلمي خلیلزاد په اګست کي د دوی مشرانو ته واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې وه، خو دوی له امریکایانو سره د خپلمنځي هوکړي تر لاسلیکه دا سفر ځنډولی وو.

بلخوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په هيواد کي د سولي په روان بهیر کي د طالبانو روانه جګړه یو لوی خنډ دئ، چي واقعي سولي ته د رسېدو له پاره باید طالبان جګړه ودروي، اوربند وکړي او له افغان دولت سره مخامخ خبري وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...