عبدالقیوم پخلا: که خصوصي سکټور روغتيا پالان روزي، هغوی ته دي د کار زمينه هم برابره کړي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار ولايت مقام کي خلکو ته د حساب ورکوني په غونډه کي د کندهار د عامي روغتیا رئیس عبدلقیوم پخلا وويل، دوی د استخدام په برخه کي له ډيرو مداخلو سره مخ دي، چي په لوړه سطحه دوی ته ويل کيږي، چي ځيني کسان استخدام کړي، خو دوی نه سي کولای چي بېله امتحانه کارکوونکي وګماري.

ده وويل، خصوصي د روغتيايي علومو مرکزونه هر کال په زرګونه کسان د روغتيا په برخه کي روزي، چي دوی نه سي کولای ټول په کار وګماري.

دی وايي، که چيري خصوصي سکټور کسان فارغه کوي، د هغوی له پاره باید روغتون جوړ کړي او په کار يې وګماري.

د پخلا په خبره، دوی د کار په برخه کي د خصوصي سکټور سره هم همکاري کړې او دغه دولتي د روغتيايي علومو مرکزونه دونه کسان روزي، چي کولای سي د روغتيا په برخه کي يې په کار وګماري.

پخلا وويل، روان کال په جنوب غرب حوزه کي ۱۴ د پوليو پیښي ثبت سوي دي، چي دوې د کندهار په سپین بولدک او غورک ولسواليو کي دي.

ډاکټر پخلا زياته کړه، که افغانستان او پاکستان دواړه په همکارۍ د پوليو د له منځه وړلو په برخه کي کار ونه کړي او يو پاک چاپېريال را منځته نه سي، د پوليو مخنيوی به ډېر ستونزمن وي.

ده وويل، عامی روغتیا رياست د نړيوالو مؤسسو په همکارۍ د پوليو جمعه په نوم د خلګو سره د چښاک د اوبو د سټېن جوړولو او نورو برخو کي مرسته وکړه، چي دغه کار د پوليو د واکسين د رودو کسان په فيصدي کي د پام وړ کمښت راوستی.

په غونډه کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، په کندهار کي د دقيقي احصایې نه موجودیت د دې لامل سوی، چي په ټولو دولتي ادارو کي خنډ جوړ کړي.

دی وايي، مرکز په هره برخه کي دولتي ادارو ته د ۱۲ لکو کسانو پر سر بودجه ورکوي، خو دلته په کار کي د اټکل له مخي درې ميليونه کسان ژوند کوي.

منيب وايي،  د روغتيا په برخه کي کار يوازي د عامي روغتيا دنده نه ده، بايد د کندهار ټوله اوسېدونکي کار وکړي، تر څو د خلکو روغتيا ته پاملرنه سوې وي.

بلخوا خلک د کندهار ميرویس روغتون ډاکټران او کارکوونکي په بې کفايتۍ تورنوي.

په غوڼده کي يو شمېر قومي مشرانو وويل، د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون ډاکټران د کار کوولو قابليت نه لري او يا به په خپلو دندو کي غفلت کوي.

د دوی په خبره ډېر وخت يې ناروغان له روغتونه په دې خاطر بل ځای ته بېولي دي، چي هلته يې درملنه نه کېدل.

دوی د عامي روغتيا د رياست څخه غوښتنه وکړه، چي پر میرویس روغتون خپل نظارت ډېر کړي، تر څو د نورو ناروغان سره ورته بې غوري ونه سي.

د عامي روغتيا مسئولين وايي، دوی په دغه برخه کي ډېر جدي دي او هغه کسان چي په خپلو دندو کي بې غوري کوي، دوی يې مجازات کوي او حتا منفق کوي يې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...