راپورونه

په کندهار کي د کانګو ناروغۍ د مخنيوي له پاره سیمینار جوړ سو

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د کانګو ناروغۍ د مخنيوي له پاره يو ورځنی سيمينار جوړ سو. په دغه سمينار کي د کابل څخه راغلي ډاکټر فخرالدين ستانکزي وويل، د هيواد په لويو ښارونو کي د کانګو د ناروغيو نښي ليدل سوي، چي باید د مخنيوي له پاره يې په ګډه عامه پوهاوی ورکړل سي. ستانکزي وويل، دوی هڅه ...

Read More »

شاید د طالبانو او امریکا تر منځ یو وار بیا د سولي خبري شروع سي

د افغانستان د بهرنيو چارو زارت وايي، ګومان کيږي چي د طالبانو او امريکا ترمنځ درېدلي خبري اتري له سره پيل سي. د بهرنيو چارو وزارت وياند په داسي حال کي دا وړاندوينه کوي چي شاوخوا دوې اوونۍ دمخه په کابل کي له ځانمرګي بريد وروسته، چي په ترڅ کي يې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري ...

Read More »

عمران خان نن په رسمي ډول د تورخم دروازه پرانيزي

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کي به په رسمي ډول د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیسته ساتلو اعلان وکړي. عمران خان د تورخم په اړه داسي مهال دا پرېکړه کوي چي په وروستیو کلونو کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ترټولو ټیټي ...

Read More »

ملګرو ملتونو او امریکا د کابل او پروان بریدونه غندلي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیرش او په دغه ټولنه کي د ګڼو هيوادونو استازو هم دا برید غندلی دئ. په دغو دوو بریدونو کي چي مسئولیت ئې طالبانو اخیستی، نږدې پنځوس کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دي. د پروان برید پر ټاکنیزو هڅو تر ټولو خونړی دئ، چي تراوسه کيږي. په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازي ...

Read More »

د ملګرو ملتونو دامنيت شورا په افغانستان کي د يوناما ماموريت يوکال نور وغځاوه

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان ددايمي استازي له دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د امنيت شورا ټولو غړو په يوه اتفاق سره دا پرېکړه وکړه. په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي مېرمن (عادله راز) د ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه له اندونزيا او جرمني څخه مننه کړې، چي په دې برخه ...

Read More »

د طالبانو د قطر دفتر يو بل پلاوى تهران ته تللى او له ايراني چارواکو سره يې ليدلي دي

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټولنيزه شبکه ټويټر کي ليکلي چي د سياسي دفتر د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی ايران ته سفر کړى دئ. هغه زياته کړې چي دغه پلاوي پرون په تهران کي د یاد هيواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي. شاهين ويلي، د طالبانو پلاوي ...

Read More »

کندهاري معلولين: د دوی کلنی معاش نه ورکول کیږي ځکه مامورين یې خپلو جېبونو ته اچوي

رپوټ: مهتمم صالح له تيرو څو کلنو څخه د کندهار معلولين او د شهیدانو وارثين شکايت کوي، چي د کار او ټولنيزو، شهيدانو معلولينو ریاست دوی ته کلنی معاش پر خپل ټاکلي وخت نه ورکوي. معلولين وايي، د کار کولو توان نه لري، خو په کور کي اولادونه ورڅخه ډوډۍ غواړي، چي دلته د ریاست مسئولين معاش پر خپل وخت ...

Read More »

د هلمند د مرکز لښکرګاه په باباجي سيمه کي يو منځنی ښوونځی سوځلی دئ

د سيمي خلګ وايي، ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی دئ. د هلمند د پوهني رياست هم مني چي د باباجي د سيمي اړوند د کرغجد اولياء په نوم ښونځی سوځېدلی دئ، خو علت يې معلوم نه دئ. ښوونځی برېښنا نه لري او نه د اورلګېدني کومي سيمي ته نږدې دئ. د پوليسو يوې سرچيني ويلي چي د ښوونځي د اداري ...

Read More »

په فراه کي د سړک غاړي د ماین په چاودنه کي پنځه تنه وژل سوي دي

د فراه د امنیي قوماندانۍ ویاند وايي، چي ماین د یکشنبې په ورځ د سيخ کاريز په سیمه کي د ملکي کسانو په یوه موټر چاودنه کړې ده. دی وایي: پنځه تنه ښځي او ماشومان چي په یو موټر کي سپاره وه، د سيخ کاريز په سیمه کي د ماین په یوه چاودنه کي چي د طالبانو له لوري ښخ ...

Read More »

د ټاکنو د امنیت له پاره ۷۲ زره پوځیان موظف سوي دي

د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي چي د ټاکنو د امنیت له پاره یې ۷۲ زره پوځیان موظف کړي. د افغانستان امنیتي ادارې ډاډ ورکوي چي د رایي ورکوونکو د امنیت د نیولو له پاره افغان پوځیان پوره چمتو دي او دوی هم بشپړ پلان ورته نیولی دئ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، څه باندي ۷۲ ...

Read More »