رپوټ: مهتمم صالح
له تيرو څو کلنو څخه د کندهار معلولين او د شهیدانو وارثين شکايت کوي، چي د کار او ټولنيزو، شهيدانو معلولينو ریاست دوی ته کلنی معاش پر خپل ټاکلي وخت نه ورکوي.
معلولين وايي، د کار کولو توان نه لري، خو په کور کي اولادونه ورڅخه ډوډۍ غواړي، چي دلته د ریاست مسئولين معاش پر خپل وخت نه ورکوي او دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی د شهیدانو او معلولینو امريت مسئولين په اداري فساد تورنوي او غوښتنه کوي، چي دغه کسان دي له دندي ګوښه سي.
دغه راز د شهيدانو وارثان وايي، چي دوی د یتيمانو د روزلو مسئوليت لري، خو هغوی ته د يوې ګولي ډوډۍ د برابرولو توان نه لري او نه هم ورته د کار زمينه برابريږي، خو دولت هم د دغه شهيدانو کلنی معاش یا ډېر ځنډوي او یاهم پوره معاش نه ورکوي.
دوی وایي، په کلنو د شهيدانو کلنی معاش
ځنډيږي او دوی بېلا بيلي ستونزي ویني.
بلخوا د کندهار د معلولينو او شهیدانو چارو امر سید عصمت الله مسوي دا مني چي د ۷۰
سلنه معلولينو او شهيدانو وارثانو ته کلنی معاش نه دئ ورکړل سوی.
دی وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت کي د بودجې د کمښت له امله د دغه معلولينو او شهيدانو پیسې ځنډېدلی دي.
دی وایي، د ولسمشر د فرمان له مخي د نظامي معلولینو او شهيدانو کلنی معاش باید مخکي ورکړل سي او وروسته د عامو معلولینو او شهیدانو، چي په روانو دوو يا درو اوونيو کي به د نظامي او د لړم په مياشت کي به د عامو معلولينو او شهيدانو کلنی معاشات ورکړل سي.
مسوي وايي، په تېر ۱۳۹۶ ل کال دوی په وزارت کي ۱۸ ميليارده بودجه درلوده، خو ۹۷ او ۹۸ لمريزو کلنو کي دوی يوازي ۷ میلیارده بودجه لري، چي د دوی کارونه یې ځنډني کړي دي.
د مسوي په خبره دوی غواړي، چي ټول مراجعان بایمیتريک ثبت کړي، چي تر هغه وروسته به د تېرکال د معلولينو او شهيدانو پاته سوی معاش هم ورکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون