د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټولنيزه شبکه ټويټر کي ليکلي چي د سياسي دفتر د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی ايران ته سفر کړى دئ.
هغه زياته کړې چي دغه پلاوي پرون په تهران کي د یاد هيواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي.
شاهين ويلي، د طالبانو پلاوي د سولي پروسې د وروستیو بدلونونو، په هيواد کي د ايران د اقتصادي پروژو د پرمختګ او خونديتوب او د يوې پايداره سولي پر لارو چارو له ايراني پلاوي سره خبري کړي دي.
د هغه په وينا، طالبان د سولي په برخه کي د ټولو هيوادونو په تېره بيا د ګاونډيو هيوادونو مثبت رول ته د قدر په سترګه ګوري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون