په ملګرو ملتونو کي د افغانستان ددايمي استازي له دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د امنيت شورا ټولو غړو په يوه اتفاق سره دا پرېکړه وکړه.
په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي مېرمن (عادله راز) د ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه له اندونزيا او جرمني څخه مننه کړې، چي په دې برخه کي يې ډېره همکاري کړې ده.
د يادوني ده چي وړمه ورځ د يوناما د ماموريت په اړه د چين او امريکا ترمنځ اختلافات پيدا سوي وه، چي د يادو دوو هيوادونو په منځګړيتوب دا ستونزه حل سوه.
بلخوا د ملګرو ملتونو له خوا په يوه اعلاميه کي په افغانستان کي د سولي او ثبات په برخه کي د يوناما رول مهم ګڼل سوى او ټينګار يي کړی، چي د افغانانو په مشرۍ د سولي د پروسي او د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.
تر دې دمخه هر ځل د يوناما ماموريت د يوه کال له پاره غځول کېدی، خو تېر ځل د شپږو مياشتو له پاره غځول سوى وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون