ملګرو ملتونو او امریکا د کابل او پروان بریدونه غندلي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتیرش او په دغه ټولنه کي د ګڼو هيوادونو استازو هم دا برید غندلی دئ.

په دغو دوو بریدونو کي چي مسئولیت ئې طالبانو اخیستی، نږدې پنځوس کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د پروان برید پر ټاکنیزو هڅو تر ټولو خونړی دئ، چي تراوسه کيږي.

په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازي وايي، هيواد یي افغانستان کي امنیت سولي، انساني حقونو ته ژمن دئ.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي دا ښيي چي وسله وال طالبان ولسي وګړو او بشري حقونو ته پام نه کوي.

یوناما دا برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي.

لومړنی برید د پروان ولایت په چاریکار ښارګوټي کي هغه ځای ته نژدې چي په پام کي وه، ولسمشر غني به د ټاکنیز کمپاین لړ کي یوې غونډي ته وینا کوله، ځانمرګي برید وسو، چي ۲۶ کسان پکښي وژل سوي دي.

بل برید د پلازمېني کابل مکرویانو سیمه کي د امریکا متحدو ایالتونو سفارت ته نژدې سوی چي ۲۲ کسان پکښي وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...