عمران خان نن په رسمي ډول د تورخم دروازه پرانيزي

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کي به په رسمي ډول د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیسته ساتلو اعلان وکړي.

عمران خان د تورخم په اړه داسي مهال دا پرېکړه کوي چي په وروستیو کلونو کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ترټولو ټیټي کچي ته رسېدلې او د دواړو هيوادونو او په تېره بیا پاکستاني سوداګر یې اغيزمن کړي.

بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼي په تورخم کي د ځانګړو مراسمو د جوړولو خبر ورکړی، خو په دغه مراسمو کي یې د ننګرهار د چارواکو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د یادوني وړ ده چي عمران خان د روان کال په پیل کي اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال اعلان وکړ چي ډېر ژر به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا له پاره د تورخم دروازه ۲۴ساعته فعاله کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...