د افغانستان د بهرنيو چارو زارت وايي، ګومان کيږي چي د طالبانو او امريکا ترمنځ درېدلي خبري اتري له سره پيل سي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند په داسي حال کي دا وړاندوينه کوي چي شاوخوا دوې اوونۍ دمخه په کابل کي له ځانمرګي بريد وروسته، چي په ترڅ کي يې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري او لس افغانان ووژل سول، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره خبري ودرولې.
د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، په قوي ګومان سره چي د طالبانو او امريکا ترمنځ درېدلي خبري اتري له سره پيل سي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
ده د سيمي هيوادونو ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوو د سفرونو په اړه وويل چي د افغانستان دولت د سولي د هغو هڅو چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي مخامخ خبرو ته زمينه برابروي، هرکلى کوي.
د يادوني ده، په تېره يوه اوونۍ کي د طالبانو د قطر دفتر دوه پلاوي روسيې او ايران ته سفرونه کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون