په کندهار کي د کانګو ناروغۍ د مخنيوي له پاره سیمینار جوړ سو

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د کانګو ناروغۍ د مخنيوي له پاره يو ورځنی سيمينار جوړ سو.

په دغه سمينار کي د کابل څخه راغلي ډاکټر فخرالدين ستانکزي وويل، د هيواد په لويو ښارونو کي د کانګو د ناروغيو نښي ليدل سوي، چي باید د مخنيوي له پاره يې په ګډه عامه پوهاوی ورکړل سي.

ستانکزي وويل، دوی هڅه کوي، چي خلکو ته د رسنيو، ملا امامانو او روغتيايي کار کوونکو له خوا عامه پوهاوی ورکړي.

د عامي روغتيا مسئولين وايي، دغه ناروغۍ ډېر وخت له حيوانانو څخه انسانانو ته انتقاليږي، نو هغه کسان چي قصابي کوي او يا هم په مالدارۍ اخته وي، د دغه ناروغۍ په اړه باید پوره معلومات پیدا کړي.

د کندهار د کرهڼي ریاست د حيواني روغتیا مسئول ډاکټر فهيم صافی وايي، دوی د دغه ناروغۍ د مخنيوی له پاره په څلور زره حيواني غوجلو کي درمل پاشلي او هڅه کوي، چي نوري ګاوخانې هم دوا پاشي کړي.

بلخوا د سيمينار ګډون کوونکي هم وايي، دوی هڅه کوي، چي د دغه ناروغۍ د مخنيوي له پاره د خلګو سره خپل معلومات شريک کړي، تر څو خلګ له دغه وژونکي ناروغۍ څخه وژغورل سي.

د عامي روغتیا مسئولین وايي، تر دا مهاله په ټول هیواد کي د کانګو ناروغۍ ۴۸۸ پیښي ثبت سوي، چي ۵۲ کسانو د دغه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...