د سعودي عربستان دفاع وزارت پرون د بي پیلوټه الوتکو او د کروز مزائيلو ټوټې خبریالانو ته ورښکاره کړې او وې ویل چي په دي کي د پوښتني ځای نه سته چي د دوی د تيلو پر تأسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دئ.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند ترکي المالکي په ریاض کي خبریالانو ته وویل، چي ۱۸ بې پيلوټه الوتکي او ۷ کروز مزائیل ور توغول سوي دي.
ترکي المالکي وویل، د حملې له ځایه موندل سوي ټوټې د دفاع وزارت کارپوهانو کتلي او دوی له متحدانو سره هم شریکي سوي دي.
ده وویل، ټولي ټوټې او په کمپیوټرونو کي ثبت سوي معلومات څرګندوي چي دا د ایران کار دئ.
یمن د سعودي عربستان په جنوب کي پروت دئ.
د سپټېمبر پر څوارلسمه د سعودي عربستان د تيلو پر تأسیساتو (ارامکو) چي د نړۍ د خامو تيلو د پروسس تر ټولو ستر تاسیسات دي، حمله سوې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون