امریکا: په افغان حکومت کي د فساد له امله (۱۶۰) میلیون ډالر نه ورکوو

امريکا د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي په ناکامۍ تورن کړ او ټاکل سوې وه چي امریکا به ١٦٠ميليون ډالره د افغانستان سره مرسته کوي، تر څو د بنسټيزو پروژو په برخه کي يې ولګوي، له ورکړي يي ډډه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له خولې ويل سوي، هيواد يې هيله لري چي مرسته سوي پيسې يې د افغانستان د ټولو وګړو له پاره ولګول سي، خو د فساد د موجوديت او د ناوړه مالي مديريت له امله امريکا د سل ميليون ډالرو له ورکړي ډډه کړې او هغه پيسي بيرته د امريکا خزانې ته لېږي.

د امريکاد بهرنيو چارو وزير ويلي چي ټاکل سوې وه دغه پيسي په افغانستان کي د برېښنا د يوې بنسټيزي پروژې په برخه کي ولګول سي.

پمپيو ويلي چي ټاکل سوې وه په دغو پيسو د برېښنا پنځه سب‌ سټېشنونه جوړ او په وسيله يې د غزني – کندهار او کجکي – کندهار برېښنا تامين سي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان ملي تدارکاتو ادارې کي د پرېکړو پر روڼتيا هم اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چي د ګډوډي او مالي سرچينو په مديريت کي د حساب ورکولو  په برخه کي د ناکاميو له امله يې ٦٠ميليونه ډالر چي د مرستي په توګه په نظر کي نيول سوي وه، ورکړه يې ځنډولې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...