رپوټ: جواد داوري
عاقله حسیني د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي هغه مېرمن ده، چي په لومړي ځل یې د ښځينه وو له پاره ځانګړې عکاسخانه فعاله کړې ده.
اغلې حسیني وایي، دا چي خاوند یې هم عکاسخانه لري، نو د نوموړي په همکارۍ او هڅونه یې دغه اقدام کړی دئ، ځکه د هلمند په څېر په یو ولایت او سنتي ټولنه کي د ښځينه وو له پاره د ځانګړي عکاسخانې جوړېدل پخوا هم یوه اړتیا وه او اوس هم ده.
عاقله حسیني پر نورو مېرمنو هم ږغ کوي؛ ترڅو د ټولني د اړتیا مطابق د ښځينه وو له پاره په نورو برخو کي هم اسانتیاوي رامنځته کړي.
د ښځينه وو له ډلي عادله وایي په مرکز لښکرګاه ښار کي د ښځينه وو له پاره د دا ډول ځانګړي عکاسخانې جوړېدل یوه اړتیا وه، چي د دوی له پاره به ګڼي اسانتیاوي رامنځته کړي، خو زیاتوي هلمندۍ مېرمني ګڼو سهولتونو او ډيرو امکاناتو ته ضرورت لري.
د ښځو چارو ریاست مسئولین هم د عاقلې حسیني دغه اقدام ستایي او دا د ښځينه وو په برخه کي یو نېک کار بولي.
دغه مسئولین بیا ډاډ ورکوي؛ چي د پخوا په پرتله په ډيرو برخو کي د مېرمنو له پاره د کار کولو شرایط برابر سوي او که وغواړي کولای سي په بېلابیلو برخو کي له خنډ پرته کار وکړي او خپل اقتصاد پر پښو ودروي.
هلمند د هیواد یو له نا ارامه ولایتونو څخه دئ؛ چي په دې ولایت کي د جګړو اغېزي او ناسم وضیعت پرهره برخه منفي اغېزې درلودلې او په ځانګړي ډول ښځينه وو ته پکي د کار او فعالیت کولو سم شرایط نه دي برابر سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون