د ډیورنډ کرښي ته نژدې د ماین په چاودنه کي د پاکستاني افسر په ګډون دوه پوځیان وژل سوي دي

د پاکستان پوځ وايي، ډیورنډ کرښي ته څيرمه یي د ماین په چاودنه کي د یوه جګپوړي پاکستاني پوځي افسر په ګډون لږ تر لږه ۲ پوځیان وژل سوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر د دغي ادارې پر ټویټر پاڼه لیکلي دي: دا پېښه د جمعې په ورځ ډیورنډ کرښي ته څېرمه د مومندو په قبایلي سیمه کي سوې ده.

ویل سوي چي، پوځیانو پر ډیورنډ کرښه پر هغه سیمه د اغزن تار لګولو بهیر څاره چي پر مځکه په ښخ سوي ماین برابر سول.

دا په تېره یوه اوونۍ کي دوهم ځل دئ چي ډیورنډ کرښي ته څېرمه پاکستاني پوځیان وژل کيږي.

تر دې دمخه تېره اوونۍ کي هم د پاکستان د پوځ ۳ سرتيري هغه مهال وژل سوي وه چي د پوځ په وینا، په سیمه کي یې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غځاوه.

د یادوني وړ ده چي د پاکستان د پوځ د مېجر او عسکر د وژلو مسئولیت لا تراوسه کومي وسله والي ډلي نه دئ منلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...