دفاع وزارت د زابل پر روغتون د وروستۍ حملې مسئولین نیولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چي په قلات کي پر روغتون د وروستۍ حملې مشکوک طراحان او د حمله کوونکو ملګري ونیول سول.

دفاع وزارت ویلي چي دا کسان د جمعې په شپه په غزني کي په پوځي عملیاتو کي نیول سوي دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي چي عملیات ځانګړو ځواکونو کړي او مشکوک کسان کابل ته استول سوي دي.

احمدزي وویل، له نیول سوو کسانو څخه تحقیق کيږي.

په قلات کي د پنجشنبې په ورځ د ملکي روغتون مخ ته چاودنه وسوه، چي ۴۱ تنه پکښي ووژل سول او تر سلو زیات زخمیان سوه.

وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...