د ټاکنو په ورځ ښځينه کارکوونکي کولای سي له ځان سره يو محرم هم استخدام کړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د ټاکنو کمېسیون سیمه ایز دفتر رئیس ایمل عبدالله وايي، د کندهار ولايت د ټاکنو د ورځي ټولي ښځينه کارکوونکي کولای سي، چي د ټاکنو په ورځ له ځان سره يو محرم هم استخدام کړي، تر څو دوی وکولای سي په ډاډه زړه کار وکړي.

ایمل وایي، په ټاکنو کي د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او دوی هڅه کوي، چي ښځو ته هر ډول اسانتياوي برابري کړي.

دی وایي، د کندهار په خاکرېز ولسوالي کي دوی یو ښځینه محل لري، چي هڅه کوي لومړی هلته په ولسوالۍ کي ښځینه کارکوونکي ورته استخدام کړي، خو که ونه توانېده بیا يې له ښار څخه ورته استخداموي.

د ایمل عبدالله په خبره دوی د کندهار شپږو نا امنه ولسواليو ته د هوا د لاري ټاکنيز مواد انتقال کړي دي.

دی وايي، د جمعې په ورځ يې دوو ولسواليو خاکرېز او غورک او په شنبه يې ريګستان، ميانشین، ښوراوک او نېش ولسوالیو ته ټاکنيز توکي انتقال کړي دي.

د ټاکنيزو چارو رئیس وایي، ليری پرتو ولسواليو ته اوس هم د مځکي له لاري انتقالات دوام لري، خو نژدې ولسواليو او ناحیو ته به دغه توکي د ټاکنو څخه يوه ورځ دمخه انتقال کړل سي.

ایمل عبدالله وایي، دوی اوس مهال په ولسوالیو او ښار کي د کارکوونکو په روزنه هم بوخت دي، تر څو د ټاکنو د ورځي له پاره په پوره اماده ګۍ سره کار وکړي.

د يادولو وړ ده، چي د کندهار په معروف ولسوالي کي د ټاکنيزو توکو د سوځېدو له امله ولسمشريزي ټاکني نه کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...