د هلمند امنيتي مسئولين وايي چي په ګرشک کي د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيول سوي ده.
په دې اړه د ګرشک امنيه قوماندان ویلي چي د دې ولسوالۍ پوليسو پرون ناوخته د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
هغه وايي چي دغو کسانو تېره اوونۍ د يوه صراف زوى تښتولى وو او د خوشي کولو په بدل کي يې ٦٠ زره امريکايي ډالره ځيني غوښتي وه.
په ورته وخت کي د تښتول سوي ماشوم پلار وايي چي زوى يې ښوونځي ته روان وو چي د انسان تښتوونکو له خوا تښتول سوى وو.
نوموړي له پوليسو څخه مننه وکړه چي د ده زوى يې د تښتوونکو څخه خلاص کړ.
د يادوني ده چي يادو انسان تښتوونکو پر خپل جرم اعتراف کړی او وايي چي ماشوم يې د پيسو له پاره تښتولى وو.
عکس: آرشیف
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون