په کندهار کې د پولیسو د مسئولینو او خلکو تر منځ د همږغۍ په یوه غونډه کي پر ګډي همکارۍ ټینګار وسو تر څو د ټاکنو په پروسه کي د هر ډول امنیتي پيښي مخه ونیول سي.
له کابل څخه راغلي د ولسي پولیسو عمومي رئيس عبدالمعین معین وویل، دیني عالمان او قومي مشران د حکومت په جوړولو کي اساسي رول لري او دغه راز امنیت هم پرته د خلکو له همکارۍ نه سي ټینګېدلای.
هغه وویل، د ټاکنو پر مهال به د پولیسو دنده یوازي امنیت وي او په ټاکنو کي د مداخلې هیڅ اجازه نه لری.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ استازو هم په دې غونډه کي له خلکو څخه د ښه همکارۍ له امله مننه وکړل او د امنیت ډاډ یې ورکړ.
دوی وویل، د ټاکنو د کمېسیون له مسئولینو سره یې په همږغۍ د ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیولی او ټاکنیز توکي یې هم تر ولسوالیو رسولي دي.
په دغه غونډه کي ولسي مشرانو هم له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چي د خلکو امنیت یې ساتلی او قرباني ورکوي.
دوی وویل، خلک به نور هم د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه همدا امنیتي ځواکونه د خلکو اولادونه او د کورنیو غړي دي.
په دغه غونډه کي خلکو د پولیسو له مسئولینو څخه غوښتنه وکړل چي د ولسي مشرانو سره غونډي زیاتي کړي تر څو لا يې هم همکاري ټینګه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون