د ایران ولسمشر حسن روحاني په خلیج کي د بهرنیو ځواکونو حضور غندلی او ویلي یې دي چي ایران به د سیمي له هيوادونو سره د امنیت په ټینګښت کي لاس یو کړي.
هغه دا خبري پرون په تهران کي کړي دي.
روحاني د ایران – عراق د جګړې د یادښت په مراسمو کي ویلي چي په سیمه کي د بهرنیو حضور ناامنۍ زیاتي کړي دي.
روحاني داسي وخت دا خبري کړي چي د ایران او امریکا کړکېچ د سعودي د تيلو پر چاڼځایونو د وروستیو بریدونو په خاطر اوج ته رسېدلی.
امریکا او سعودي پر ایران تور لګولی چي د تېري اوونۍ په بریدونو کي ښکېل دي.
امریکا ویلي چي د سعودي عربستان د دفاعي او هوايي وړتیا د لوړولو له پاره خلیج ته نور پوځیان ور لېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون