د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، چین ته له نورو هيوادونو د ایغور مسلمانانو د ورلېږلو په خاطر د چین غوښتنه باید ټول په یوه خوله رد کړي.
لږکي ایغور مسلمانان په چین کي له سختو ظلمونو سره مخ بلل کيږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل چي د چین د حکومت له خوا په لوېدیځ ولایت شینجین کي د ایغور مسلمانانو بندیانول له تروريزم سره هيڅ تړاو نه لري او یوازي د لږکیو د دین او فرهنګ د له منځه وړلو په هدف دئ.
پامپیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کي د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د هيوادونو له مشرانو سره تر لیدني وروسته دا خبري کړي.
ویل کيږي چي لږترلږه یو میلیون ایغور او نور لږکي مسلمانان د چین په شینجین ولایت کي په لیرو پرتو کمپونو او محبسونو کي ساتل کيږي، خو د چین حکومت وايي چي دا کمپونه د حرفه یي زده کړو لپاره دي او هدف یې ښوونه او روزنه ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون