د سيمي خلګ وايي، ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی دئ.
د هلمند د پوهني رياست هم مني چي د باباجي د سيمي اړوند د کرغجد اولياء په نوم ښونځی سوځېدلی دئ، خو علت يې معلوم نه دئ.
ښوونځی برېښنا نه لري او نه د اورلګېدني کومي سيمي ته نږدې دئ.
د پوليسو يوې سرچيني ويلي چي د ښوونځي د اداري له خوا د مچیو ځالي ته اور اچول سوی چي وروسته اور پراخ سوی او ښوونځی سوځلی دئ.
د پوهني رياست وايي، په دې اړه پلټني کوي.
دا په داسي حال کي ده چي په هلمند کي تعليمي کال تازه پيل سوی دئ.
عکس: آرشیف
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون