د فراه د امنیي قوماندانۍ ویاند وايي، چي ماین د یکشنبې په ورځ د سيخ کاريز په سیمه کي د ملکي کسانو په یوه موټر چاودنه کړې ده.
دی وایي: پنځه تنه ښځي او ماشومان چي په یو موټر کي سپاره وه، د سيخ کاريز په سیمه کي د ماین په یوه چاودنه کي چي د طالبانو له لوري ښخ سوی وو، ووژل سول.
دی وايي، چي په همدې سیمه کي بیا له طالبانو سره په یوه نښته کي شپږ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.
د نوموړي په خبره، دغه نښته پرون هغه مهال پیل سوه چي طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه ټويټ کي لیکلي چي دوی د سيخ کاريز په سیمه کي د افغان او امریکايي ځواکونه پر ګډ کاروان برید کړی چي د مقابل لوري څلور تنه پکښي وژل سوي او څو نور ټپیان سوي دي.
عکس: آرشیف
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون