د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي چي د ټاکنو د امنیت له پاره یې ۷۲ زره پوځیان موظف کړي.
د افغانستان امنیتي ادارې ډاډ ورکوي چي د رایي ورکوونکو د امنیت د نیولو له پاره افغان پوځیان پوره چمتو دي او دوی هم بشپړ پلان ورته نیولی دئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، څه باندي ۷۲ زره افغان پوځیان د ټاکنو د پروسې د امنیت له پاره موظف سوي.
هغه وویل چي تر انتخاباتو مخکي د انتخاباتو په ورځ او تر انتخاباتو وروسته درو پړاوونو ته د ښه امنیت پلان جوړ سوی او تطبیق یې روان دئ.
ښاغلي رحیمي وویل چي پر دې سربيره چي دا ۷۲ زره سرتيري به په څو ورځو کي لومړۍ درجه احضارات پیل کړي، تر دېرش زرو نور اضافي پوځیان به هم د انتخاباتو د امنیت له پاره ساتل کيږي.
د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت تر څنګ د دفاع وزارت ویاند هم ډاډ ورکړ چي افغان ځواکونه په بېلابيلو ولایتونو کي په تصفوي عملیاتو بوخت دي او د ده په خبره، له طالبانو یې زیاتي سیمي بيرته نیولي څو ګڼ خلک په انتخاباتو کي برخه واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون