راپورونه

مایک پامپيو: چین ته د ایغور مسلمانانو د ور لېږلو غوښتنه باید رد سي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، چین ته له نورو هيوادونو د ایغور مسلمانانو د ورلېږلو په خاطر د چین غوښتنه باید ټول په یوه خوله رد کړي. لږکي ایغور مسلمانان په چین کي له سختو ظلمونو سره مخ بلل کيږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل چي د چین د حکومت له ...

Read More »

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خلیج کي د بهرنیو ځواکونو حضور غندلی دئ

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خلیج کي د بهرنیو ځواکونو حضور غندلی او ویلي یې دي چي ایران به د سیمي له هيوادونو سره د امنیت په ټینګښت کي لاس یو کړي. هغه دا خبري پرون په تهران کي کړي دي. روحاني د ایران – عراق د جګړې د یادښت په مراسمو کي ویلي چي په سیمه کي د ...

Read More »

په کندهار کي امنیتي ځواکونو خلګو ته په ټاکنو کي د امنیت ډاډ ورکړ

په کندهار کې د پولیسو د مسئولینو او خلکو تر منځ د همږغۍ په یوه غونډه کي پر ګډي همکارۍ ټینګار وسو تر څو د ټاکنو په پروسه کي د هر ډول امنیتي پيښي مخه ونیول سي. له کابل څخه راغلي د ولسي پولیسو عمومي رئيس عبدالمعین معین وویل، دیني عالمان او قومي مشران د حکومت په جوړولو کي اساسي ...

Read More »

په هلمند کي پنځه انسان تښتوونکي نیول سوي دي

د هلمند امنيتي مسئولين وايي چي په ګرشک کي د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيول سوي ده. په دې اړه د ګرشک امنيه قوماندان ویلي چي د دې ولسوالۍ پوليسو پرون ناوخته د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده. هغه وايي چي دغو کسانو تېره اوونۍ د يوه صراف زوى تښتولى وو او د خوشي کولو ...

Read More »

د ټاکنو په ورځ ښځينه کارکوونکي کولای سي له ځان سره يو محرم هم استخدام کړي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د ټاکنو کمېسیون سیمه ایز دفتر رئیس ایمل عبدالله وايي، د کندهار ولايت د ټاکنو د ورځي ټولي ښځينه کارکوونکي کولای سي، چي د ټاکنو په ورځ له ځان سره يو محرم هم استخدام کړي، تر څو دوی وکولای سي په ډاډه زړه کار وکړي. ایمل وایي، په ټاکنو کي د ښځو ونډه ډېره مهمه ...

Read More »

دفاع وزارت د زابل پر روغتون د وروستۍ حملې مسئولین نیولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چي په قلات کي پر روغتون د وروستۍ حملې مشکوک طراحان او د حمله کوونکو ملګري ونیول سول. دفاع وزارت ویلي چي دا کسان د جمعې په شپه په غزني کي په پوځي عملیاتو کي نیول سوي دي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي چي عملیات ځانګړو ځواکونو کړي او مشکوک کسان کابل ...

Read More »

د ډیورنډ کرښي ته نژدې د ماین په چاودنه کي د پاکستاني افسر په ګډون دوه پوځیان وژل سوي دي

د پاکستان پوځ وايي، ډیورنډ کرښي ته څيرمه یي د ماین په چاودنه کي د یوه جګپوړي پاکستاني پوځي افسر په ګډون لږ تر لږه ۲ پوځیان وژل سوي دي. د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر د دغي ادارې پر ټویټر پاڼه لیکلي دي: دا پېښه د جمعې په ورځ ډیورنډ کرښي ته څېرمه د مومندو په قبایلي سیمه کي ...

Read More »

په هلمند کي په لومړي ځل یوې مېرمني د ښځينه وو له پاره ځانګړې عکاسخانه جوړه کړې ده

رپوټ: جواد داوري عاقله حسیني د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي هغه مېرمن ده، چي په لومړي ځل یې د ښځينه وو له پاره ځانګړې عکاسخانه فعاله کړې ده. اغلې حسیني وایي، دا چي خاوند یې هم عکاسخانه لري، نو د نوموړي په همکارۍ او هڅونه یې دغه اقدام کړی دئ، ځکه د هلمند په څېر په یو ولایت ...

Read More »

امریکا: په افغان حکومت کي د فساد له امله (۱۶۰) میلیون ډالر نه ورکوو

امريکا د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي په ناکامۍ تورن کړ او ټاکل سوې وه چي امریکا به ١٦٠ميليون ډالره د افغانستان سره مرسته کوي، تر څو د بنسټيزو پروژو په برخه کي يې ولګوي، له ورکړي يي ډډه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ...

Read More »

سعودي عربستان وايي چي د دوی د تيلو پر تأسیساتو (ارامکو) ایران حمله کړې ده

د سعودي عربستان دفاع وزارت پرون د بي پیلوټه الوتکو او د کروز مزائيلو ټوټې خبریالانو ته ورښکاره کړې او وې ویل چي په دي کي د پوښتني ځای نه سته چي د دوی د تيلو پر تأسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دئ. د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند ترکي المالکي په ریاض کي خبریالانو ته وویل، چي ...

Read More »