د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسون ویلي، په ځينو سیمو کي چي امنیتي وضعیت ډېر بد دئ، انتخاباتي مرکزونه به تړلي پاته سي.
پروسږ کال غزنی په بشپړ ډول د ولسي جرګي له ټاکنو پاته سو، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند وویل چي دا وار به هيڅ ولایت بشپړ له انتخاباتو نه پاته کيږي.
د کمېسيون ویاند وايي، هغه ولایتونه چي امنیتي وضعیت یې ښه نه دئ، لکه کندز، تخار، روزګان، نیمروز او فراه کي به ځیني مرکزونه تړلي پاته سي.
دی ټینګار کوي چي د مناسبو انتخاباتو کولو ته تیار دي او غواړي داسي کار وکړي چي پر دې ډموکراتیکه پروسه د ولس باور ټینګ کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ۵۳۷۳ انتخاباتي مرکزونه تثبیت کړي دي.
خو د کمېسيون ویاند د کورنیو چارو وزارت په حواله وویل، چي لږ تر لږه ۴۳۱ مرکزونه ښايي تړلي پاته سي، په دې ډول به په ۴۹۴۲ مرکزونو کي ټاکني وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون