رپوټ: اجمل وصال
د روزګان په دښتو کي نظامي زغروال تر کلونو وروسته په داسي حال کي تګ راتګ کوي، چي تازه د وسله والو طالبانو څخه د پوځي عملیاتو پرمهال نیول سوې ده.
پوځیانو د ترینکوټ اړوند مهراباد جګي هدیرې سیمه څلور ورځي دمخه د عملیاتو پرمهال ونیول.
د ولایت امنیه قوماندان سمونوال خطاب خنجري وایي، په یادو عملیاتو کي د مولوي حارث او مغفور په ګډون د طالبانو ۲۵ کسان وژل سوي او ګڼ نور ټپیان دي.
په عملیاتو کي برخه اخیستونکي سرتیري وایي، هغوی خپلي خواته د مرګ ژوبلي اوښتو پرته سیمه نیولې او اوس پکښي پوځي تأسیسات جوړوي.
ځایي اوسېدونکي هم خوشحاله دي چي له طالبانو څخه د هغوی کورونه نیول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون