ډونالډ ټرمپ یو وار بیا طالبانو ته اخطار ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چي پر ضد به یې بریدونو ته ادامه ورکوي.
دامریکا ږغ د راپور له مخي، ټرمپ د سپټېمبر د یوولسمي په بریدونو کي د وژل سوو کسانو د یاد په مراسمو کي وویل، دوی څو ورځي دمخه د سولي خبري پلان کړي وې، خو کله چي خبر سو  طالبانو یې یو ډېر پیاوړی سرتېری له ۱۱ نورو بي ګناه خلکو سره وژلی دئ، دا خبري يې لغوه کړې.
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ، که یې پر هيواد هغوی بیا برید وکړ، هر چيري چي وي، پسي ورځي او ځپي یې.
خو ټرمپ ونه ویل چي آیا له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو امکان سته که یا، خو څو ورځي دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وه که ” طالبان خپل کړه وړه ښه کړي او پر خپلو ژمنو ودرېږي،” ښايي خبري بیا پیل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...