رپوټ: محمد یار مجروح په کندهار کي د غنمو سوداګر وايي، د کندهار او هلمند غنم تر حاصل اخیستلو وروسته دپاکستان بازارونو ته د خرڅلاو له پاره وړل کیږي. سوداګر ادعا لري چي دغه غنم د قاچاقي لارو تر څنګ پر عمومي لارو هم وړل کیږي، چي له امله یې په کورني بازار کي د غنمو قیمت لوړ سوی دئ. ...
Read More »سبا به د انتخاباتو د کاندیدانو کمپاین رسماً پیل سي
په افغانستان کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو له پاره د کانديدانو کمپاین به سبا یکشنبه د جولای په اته ویشتمه رسماً پیل سي. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چي د جمهوري ریاست له پاره اتلس کانديدان تقریباً دوه میاشتي وخت لري چي خپل پروګرامونه توضیح کړي. د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکني ...
Read More »کندهاري ځوانان: افغانستان د ټرمپ د سوداګرۍ شخصي ساحه نه ده
رپوټ: محمدیار مجروح د پنجشنبې په ورځ لسګونه ځوانانو په کندهار کي د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ټرمپ وروستۍ څرګندوني وغندلې او پر افغان مشرانو یې ږغ وکړ چي د هیواد د دفاع لپاره باید یو مټی سي. ځوانانو د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ عکس ته اور هم واچاوه او پر افغان دولت او ملګرو ملتونو يې ...
Read More »په ننګرهار کي د ۸۷۷ میلیونو په لګښت پروژې پیلیږي
د ننګرهار چارواکي وايي، پلان لري چي سږ کال د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کي د ۸۷۷ ميليونونو افغانيو په لګښت بېلابېلي رغنيزي پروژې پلي کړي. د يو لوی سړک، روغتون، ګڼو ښوونځيو او د يو لوی سربند جوړول هغه څه دي چي چارواکي وايي، په نږدې ورځو کي به يې کارونه عملاً پيل سي. په همدې خاطر د ...
Read More »په لغمان کي د شاهي کانال د جوړېدو کارونه پیل سول
د لغمان چارواکي وايي، د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کي د ۳۰ميليونه ډالرو په لګښت د شاهي کانال د جوړېدو کارونه پيل سول چي په درو کلونو کي به بشپړ سي. دا کانال به د الينګار ولسوالۍ او مرکز مهترلام اړوند ګڼي شاړي مځکي ابادي او د سيمي د اقتصاد او زراعت د پرمختګ لامل به وګرځي. د لغمان ...
Read More »د پرسونل د کموالي له امله د مارجې عملیات نیمګړي دي
رپوټ: جواد داوري د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان په مارجې ولسوالي کي رسنیو ته وویل، چي دوی د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کي پرمختګونه کړي دي او نه یوازي لاره يې تر کمپ سیمي پوري پاکه کړې، بلکي د طالبانو یو شمېر قوماندانان او د هغوی لسګونه وسله وال يې وژلي دي. ده وویل: دا عملیات په ...
Read More »کندهار اوسېدونکي: د ټرمپ څرګندوني یوازي خبري دي او عملي کول یې امکان نه لري
رپوټ: محمد یار مجروح د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د حقوقو او سیاسي علومو یو شمېر استادان وايي، ټرمپ نه یوازي چي د خبرو په مهال یې سیاسي اخلاق او د ډيپلوماسۍ ژبه ونه کاروله بلکي د افغان خاوري پر وړاندي يې یو ډول بې ادبي هم کړې ده. ټرمپ ویلي وه چي کولای ...
Read More »کندهار ښاريان: د ښار امنيت ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دئ
رپوټ: مهتمم صالح له تيري اوونۍ راهیسي په کندهار کي هدفي وژني ډېري سوي دي، چي ښاريانو ته يې اندېښنې پیدا کړي دي. ښاريان وايي، امنيتي ځواکونه او ولايتي اداره د ښار په امنيت ساتلو کي پاته راغلې ده. پرون چهار شنبه سهار هم ناپېژاندو وسوالو په شپږمه ناحيه کي د لسمي حوزې يو افسر ويشتلی او وژل سوی دئ ...
Read More »تر اوسه لا هم د کابل د پېښي ټپیان روغتون ته وړل کیږي
نن سهار د کابل ښار په ۱۶مه امنیتي حوزه کي د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید وسو، چي له امله ئې د پنځو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اووه مړي او ۲۱ ټپيان روغتونونو ته لېږدول سوي دي، خو د عامي روغتیا ویاند وحیدالله مایار وايي، چي لا هم روغتون ته د دې پيښي ...
Read More »د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالي کي د عامو خلګو پر یوه موټر چاودنه سوې ده
د ننګرهار په خوږياڼیو ولسوالۍ کي د عامو خلکو پر موټر چاودني د شپږ مېرمنو په ګډون ۹ کسان وژلي او اته نور ټپيان دي. د رحمت الله په نامه یو کس چي د کورنۍ پر موټر یې چاودنه سوې ده وايي، چي د کورنۍ غړي یې د خپلوانو کره روان وه، چي د سړک غاړي ماین پر چاودېدلی دئ. ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون