نن سهار د کابل ښار په ۱۶مه امنیتي حوزه کي د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید وسو، چي له امله ئې د پنځو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اووه مړي او ۲۱ ټپيان روغتونونو ته لېږدول سوي دي، خو د عامي روغتیا ویاند وحیدالله مایار وايي، چي لا هم روغتون ته د دې پيښي ټپيان را وړل کیږي او د اشمېره تر اوسه کره نه ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چي نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د ملي بس څلورلارې په سیمه کي د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو پر موټر د موټرسایکل په وسیله ځانمرګی برید وسو.
د رحیمي په خبره، له یاد ځانمرګي برید وروسته په سیمه کي دوهمه چاودنه هم سوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د یاد برید له سیمي تر اوسه د اوو وژل سوو کسانو جسدونه او لس ټپیان روغتونونو ته استول سوي، چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
رحیمي وايي، دغه شمېر وروستی نه دئ ښايي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه سي.
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، چې تر اوسه د پنځو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اوو کسان وژل سوي او ۲۱ نور ټپیان روغتونونو ته استول سوي دي.
که څه هم تر اوسه کومي ډلي د دغه برید مسئولیت نه دئ منلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي وه، د کابل نننی برید په دوی اړه نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون