رپوټ: مهتمم صالح
له تيري اوونۍ راهیسي په کندهار کي هدفي وژني ډېري سوي دي، چي ښاريانو ته يې اندېښنې پیدا کړي دي.
ښاريان وايي، امنيتي ځواکونه او ولايتي اداره د ښار په امنيت ساتلو کي پاته راغلې ده.
پرون چهار شنبه سهار هم ناپېژاندو وسوالو په شپږمه ناحيه کي د لسمي حوزې يو افسر ويشتلی او وژل سوی دئ او نن پنجشنبه هم دوه کسان ويشتل سوي.
دغه راز کندهار ښاريان وايي، امنيتي ځواکونه دي د امنيت له پاره يو منظم پلان جوړ کړي او کشفي اورګانونه دي هم خپل فعالیتونه زیات کړي، تر څو د ښار امنيت تر دې هم بدتر نه سي.
ښاريان زياتوي، تر هر څه د دوی له پاره امنيت مهم دئ نو ولايتي اداره او امنيتي ځواکونه دي د ښار امنيت ته پاملرنه وکړي او د هدفي وژنو مخه دي ونیسي.
بلخوا پوليسو په تيرو دوو اوونيو کي اووه کسان د هدفي وژنو او د ښار د امنيت د خرابوالي په تور نیولي دي.
د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، د يادو کسانو سره درې مېله کلاشنکوفونه، دوه چسپکي ماينونه او نور مهمات نيول سوي دي.
دغه راز بارکزی وايي، امنيتي ځواکونو او کشفي ارګانونو فعالیتونه زیات کړي تر څو د غلچکي بریدونو او نورو پیښو مخه ونیسي.
که څه هم په روانه اونۍ کي زیات شمېر کسانو
ته په هدفي بریدونو کي مرګ ژوبله اوښتې خو د پولیسو ویاند وايي، چي په روانه اونۍ
کي درې تنه د غلچکي بریدګرو له خوا وژل سوي چي یو یې عام وګړی دی.
پاته دي نه وي چي په کندهار کي داسي مهال غلچکي بریدونه زیاتیږي، چي د ښار پر لویو
او فرعي لارو د پولیسو تلاښۍ تر بل هر ولایت زیاتي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون