په بلخ کي د افغان ځواکونو په هوايي حملو کي لس تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
په شمال کي د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وايي، چي د بلخ ولسوالۍ په ایلمان سیمه کي د طالبانو پر مرکزونو په هوايي حملو کي ۵ نور طالبان ټپیان سوي.
رضايي وايي، دا حملې د هغو پوځي عملیاتو په دوام سوي دي چي د مزار- جوزجان د لویې لارې په اوږدو کي د بلخ ولایت په اړوندو سیمو کي پیل سوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون