د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره د ایران په اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړوي

د نړیوالي اټومي انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هيوادونو د غونډي غوښتنه امریکا کړې ده.

په پام کي ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کي وسي.

تردې څو ورځي دمخه تهران د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړوني اعلان وکړ.

ایران وايي چي دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا کار یې له دغه تړونه د امریکا د وتلو او پر ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌ خوا د تازه بندیزونو په ځواب کي کړي دي.

ایران اوس مهال تر هغه اندازې ډېر یورانیم بډایه کوي چي مخکي موافقه ورباندي سوې وه.

تهران وایي، غواړي د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون لاسلیک کوونکي اروپایي هيوادونه وهڅوي، چي د ایران د اقتصاد سره چي د بندیزونو له کبله کمزوری سوی، مرسته وکړي، که نه نو دا تړون به چي د څو کلونو خبرو په نتیجه کي ترلاسه سوی له ‌منځه ولاړ سي، خو د امریکا متحده ایالات بیا پر خپلو اروپایي متحدانو ټینګار کوي، چي پر ایران فشارونه سخت کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...