د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په جوزجان ولایت کي يې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چي د دغي پروژې په پلي کولو سره به ۵۰ ميګاواټه برېښنا هم تولید سي.
ده وویل، دا مستهلکینو ته د ګازو د رسولو پروژه ده، چي دوی ته به له افغان تصدیو ګاز رسول کيږي او دوی به ترې انرژي تولیدوي، دا پروژه د ۱۲میاشتو له پاره ده.
ښاغلی مطفي وایي، د دې پروژې په پلي کولو سره به په جوزجان ولایت کي د هایدروکاربن څاهان جوړيږي، چي ۱۶ميلیونه ډالر لګښت پر راځي.
د نوموړي په خبره، د کانونو وزارت په پام کي لري چي دې ته ورته نوري پروژې هم پلي کړي، څو د افغانستان د ګازو د تولید له ۵ حوضو ګټه پورته سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون