زلمی خلیلزاد: د بین الافغاني مذاکرو له پیل سره سم دي یو جامع او دایمي اوربند پیل سي

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، په چين کي يې په څلور اړخيزه غونډه کي پر دې بحث وکړ، چي د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ بايد بين الافغاني مذاکرې سم د لاسه پيل سي.

زلمي خليلزاد پرون شپه پر ټويټر ليکلي، چي پر موضوع يې پرون په پيکنګ کي د چين، روسيې او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کي بحث وکړ.

زلمي خليلزاد ليکلي چي د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ مذاکرې بايد د سولي يو چوکاټ او د راتلونکي له پاره داسي ټولشموله سياسي طرحه وړاندي کړي، چي ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

د افغانستان د سولي له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ليکلي، په دې غونډه کي موافقه وسوه، چي د بين الافغاني مذاکرو له پيل سره سم دي يو جامع او دايمي اوربند پيل سي.

زلمي خليلزاد تېره سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو له استازو سره اووم پړاو خبري پایته ورسولي.

په دغو مذاکرو کي هم د سولي پر يوه موافقه د سلا کېدو پر لارو چارو بحث وسو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...