قومي مشران: احمدولی خان کرزی د سولي پلوی وو او ډېري لويي قومي ستونزي یې حل کړي وې

رپوټ: محمد یار مجروح

د ملي شخصیتونو د محبوبیت یو لوی راز دا وي چي د خدمتونو لمن یې تر عام اولس پوري پراخه وي .
شهید احمد ولي خان کرزي د یوه ملي شخصیت په توګه په خپل ژوند کي د ټولني پر هره برخه خپل خاص اغېز پرې ايښی وو .

د سرطان میاشتي ۲۱ مه د کندهار د ولایتي شورا د پخواني رئيس او د پخواني ولسمشر حامدکرزي د ورور احمدولي خان کرزي د تلین له ورځي سره برابره ده.

احمدولي خان کرزی له نن څخه پوره اته کاله دمخه په خپل کور کي په یوه وسلخ وال برید کي ووژل سو.

نوموړی د سیمي په کچه دپښتنو او نورو قومونو تر منځ د روغي جوړی یو منلی کس وو، چي ډېري لويي شخړي یې حل کړي وې.

د کندهار قومي مشران هغه دسولي، پرمختګ او روغي جوړي رښتينی خواخوږی یادوي او د هغه نه موجودیت د هیواد او سیمي په کچه یوه ستره ضایع بولي.

دوی وايي احمدولي خان کرزي د روغي جوړي او ملي یووالي ترڅنګ دپوهني په برخه کي هم نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي او د تعلیم له پاره يې روښانه دریځ له ځان سره درلود.

یو شمېر ولسي خلګ هم احمدولی خان کرزی د لوی کندهار له پاره یوه ستره ضایع یادوي او زیاتوي چي همیشه به یې دخلګو او قومونو تر منځ ستونزي حلولې او د افغانستان له لیري ولایتونو څخه به هم خلګ د خپلو ستونزو د حل له پاره ده ته راتلل.

ولسي خلګ وايي چي پښتانه باید نور د خپلو مشرانو په قدر پوه سي او له اختلافاتو څخه لاس واخلي.

د كندهار د ولايتي شورا پخوانی رئيس احمدولي كرزى د شهيد عبدالاحد خان كرزي زوى او د مرحوم خيرمحمدخان لمسى وو .
نوموړی په ۱۳۴۱ هجري شمسي كال په خپله پلرنۍ مېنه كرز كي زېږېدلی وو او پوره اته کاله دمخه په کندهار کي ووژل سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...