د روزګان ځيني اوسېدونکي: وسله وال طالبان موږ د سپر په توګه کاروي

دغه خلک وايي، وسله والو طالبانو ښوونځي، مخابراتي شبکي، لويي لاري او د پولیو واکسین د ځانونو د ساتني په هدف تړلي او کورونه يې د مرچلو په توګه کاروي.

دوی غوښتنه کوي چي وسله وال طالبان دي په قطر کي پر سوي پرېکړه لیک عمل وکړي او د تړلو ښوونځيو، مخابراتي شبکو، لويو لارو او د پولیو د واکسین مخه دي خوشي کړي.

په هغه پرېکړه لیک کي پر عام المنفعه تاسیساتو د بریدونو بندېدل، د خلکو د سر او مال د ساتني تضمین، د سولي د خبرو دوام او د معیوبو او ناروغو بندیانو خوشي کېدل مهم موارد دي.

په ورته وخت کي بیا د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له رسنیو سره په خبرو کي هغه خبري رد کړي، چي ګوندي دوی خلک د سپر په توګه کاروي او یا دي یې د ښوونځو او د پولیو د واکسین مخه نیولې وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...