د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ له حکومته غوښتنه وکړه چي په ميدان وردګ کي د تېري اوونۍ حمله ژر تر ژره وڅېړي.
دغې ادارې د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کي د څلورو ملکيانو په وژني تورن کړل.
دغه حمله د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ په شپه کي په دايميرداد ولسوالۍ کي پر يوه کلنيک سوې وه.
د میدان وردګ د والي ویاند وایي، په هغو عملياتو کي وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتى وو.
د هغه په وینا، تر دې دمخه طالب جنګيالیو له ملکيانو د سپر په توګه استفاده کړې او د دې روغتون له شااوخوا څخه یې پر امنیتي ځواکونو ډزي کړي وې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون