راپورونه

د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د پایلو په اړه اندېښمن دي

رپوټ: محمد یار مجروح تمه کېده چي په افغانستان کي د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو پایلي به پر وخت اعلان سي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکړی وو چي لومړنۍ پایلي به د میزان په ۲۷ اعلان کړي خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا کار پر وخت ونه سو. یاد کمېسیون وايي، د پایلو ځنډ یې د رونتیا ...

Read More »

په هلمند کي فرهنګي اوونۍ لمانځل کیږي

رپوټ: جواد داوري دغه ۱۳ کسیزه هئیت د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکټر طارق رشاد په مشرۍ هلمند ته راغلي دي، دوی د علامه ابن حبان بستي په اړه سيمینار جوړ کړ او همدارنګه د بُست تاریخي کلا په اړه یې د ځايي لیکوالانو او څېړونکو وړاندیزونه هم واخیستل، تر څو په ساتنه او څارنه کي یې مثبت ...

Read More »

کندهار ولایتي شورا: په هيواد کي دي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي مخه ونيول سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د ولايتي شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وايي، د جنګ ښکېلي غاړي دي د ملکي وګړو مرګ ژوبله ودروي. دی وایي، په تيرو دوو ورځو کي د کندهار په خاکرېز او د ننګرهار په هسکه مېنه ولسواليو کي ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځيني کسان وايي، چي په خاکرېز کي د هوايي ځواکونو ...

Read More »

د امریکا د کانګرېس مشره نانسي پيلوسي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه

د امريکا د کانګریس مشره مېرمن نانسي پيلوسي د يوه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته په سفر راغلې وه. د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي وايي، چي نوموړې د امريکا د کانګريس د نهه کسيز پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلې وه. هغه زياته کړه چي دغه پلاوي پرون له ولسمشر اشرف غني سره وليدل او پر ...

Read More »

په کندهار کي د پنبې حاصلات ډېر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د پنبې له کښت سره خلګ نوي بلد سوي دي، چي کروندګر وايي، د پروسږ کال په پرتله د پنبې په حاصلاتو کي زياتوالی راغلی دئ. دوی وايي، د اوبو لږوالي، ځيني ناروغۍ او په صنعتي پارک کي د برېښنا کمښت د پنبې بازار کم رنګه کړی دئ. دوی د دولت څخه غوښتنه کوي، ...

Read More »

دعامي روغتيا رياست ۷۵ ټنه بې کيفيته درمل ونيول

دغه درمل چي اڼټي بایوټيک هم پکښي شامل دي د بې راجسټره کمپينيو څخه په قاچاقي ډول راوړل سوي دي، چي د صحت له پاره مُضر او تاواني دي. د کندهار دعامي روغتيا رياست مسئولين وايي دوی دټولو هغو درملو، چي کيفيت يې ټيټ او تروخت تېر وي، مخنيوی کوي او له منځه يې وړي. دعامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم ...

Read More »

حوا علم نورستانۍ: د خلګو څخه بخښنه غواړي چي د ټاکنو لومړۍ پایلي يې اعلان نه کړې

د ټاکنو کمېسيون مشره وايي، د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د مراعتولو په منظور يې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلي یې و نه سوای کولای چي اعلان کړي او له همدې امله له خلګو څخه بخښنه غواړي. حوا علم نورستانۍ دغه خبري پرون ماخستن په خبري ناسته کي وکړې. د ټاکنو د مهالوېش له مخي، د ټاکنو لومړنۍ پایلي ...

Read More »

مایک پامپیو: امریکا په افغانستان کي له سولي او ثبات سره د مرستي له پاره پر ژمني ولاړه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، امریکا په افغانستان کي له تروریزم سره د مبارزې او په دې هیواد کي له سولي او ثبات سره د مرستي له پاره پر ژمني ولاړه ده. پامپیو په یوه بیان کي وویل، د افغانستان په ننګرهار کي د یوه جومات پر لمونځ کوونکو حمله د هغو کسانو بې رحمي ښيي ...

Read More »

ولسمشر غني د غمشریکۍ په خاطر هسکي مېني ولسوالۍ ته سفر وکړ

ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار هسکي مېني ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د تيري جمعې ورځي د مرګوني چاودني له قربانيانو سره غمرازي وکړه او د د قربانيانو د غچ اخیستلو ګواښ یې وکړ. د تيري جمعې په ورځ د هسکي مېني ولسوالۍ په جودري سيمه کي د جمعي د لمانځه پر مهال په يوه جومات کي چاودنه ...

Read More »

خلیلزاد د امریکايي چارواکي سره د افغانستان د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی دئ

د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نژدې دوو میاشتو وروسته په لومړي ځل له یو لوپوړي امریکايي چارواکي سره لیدنه کي په افغانستان کي د تيرو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی دئ. نوموړي د امریکا د ګډو ځواکونو له عمومي لوی درستیز مارک الیک سندل ملي سره تر لیدني وروسته ...

Read More »