د امریکا د کانګرېس مشره نانسي پيلوسي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه

د امريکا د کانګریس مشره مېرمن نانسي پيلوسي د يوه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته په سفر راغلې وه.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي وايي، چي نوموړې د امريکا د کانګريس د نهه کسيز پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلې وه.

هغه زياته کړه چي دغه پلاوي پرون له ولسمشر اشرف غني سره وليدل او پر ګڼو مسايلو يې خبري وکړې.

بلخوا د امريکا د کانګریس له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، دغه پلاوي له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله، د امريکا د دفاع له وزير، په افغانستان کي د ناټو له قوماندانانو او يو شمېر نورو افغان او ناټو مسئولينو ليدلي دي.

د کانګريس مشري مېرمن نانسي پلوسي ويلي چي په کابل کي د امريکا سفير جان باس له طالبانو سره چي د روان تاوتريخوالي مسئولين دي، د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل.

هغې زياته کړې چي د امريکا سفير د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هم معلومات ورکړل، چي تر اوسه يې پايلي ځنډېدلي دي.

مېرمن نانسي پلوسي ويلي چي له افغان چارواکو سره يې په ليدنو کي پر امنيت او سولي د خبرو اترو ترڅنګ د فساد پر ضد پر مبارزې ټينګار وکړ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...