په کندهار کي د پنبې حاصلات ډېر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د پنبې له کښت سره خلګ نوي بلد سوي دي، چي کروندګر وايي، د پروسږ کال په پرتله د پنبې په حاصلاتو کي زياتوالی راغلی دئ.

دوی وايي، د اوبو لږوالي، ځيني ناروغۍ او په صنعتي پارک کي د برېښنا کمښت د پنبې بازار کم رنګه کړی دئ.

دوی د دولت څخه غوښتنه کوي، چي د نباتاتو له پاره مناسب درمل ورکړي او د اوبو ستونزه يې ورته حل کړي.

بلخوا د کندهار د صنايعو او معدنونو خوني مرستيال حاجي باريداد صادق وايي، پنبه د کوکنارو ښه بدیل دئ، خو ډېر وخت پاکستان د کندهار او هلمند د پنبې پر صادراتو په دغه هيواد کي بنديز لګوي، چي وروسته صنعت کاران نه سي کولای دغه پنبه خرڅه کړي، نو ځکه کروندګرو ته هم زيان رسیږي او پنبه یې نه خرڅيږي.

دی وايي، د پاکستان د چارواکو سره دغه موضوع شريکه سوې، چي اتيا فیصده ستونزه حل سوې او هڅه کیږي چي په دې برخه کي ټولي ستونزي حل سي.

دی وايي، د پنبې حجم زيات دئ او د صنعتي پارک سړک د خرابوالي له امله اکثره وخت موټرونه چپه کيږي، نو لازمه ده چي دغه سړک جوړ سي.

بل خوا د کندهار د کرهڼي رئیس وايي، په کندهار کي پر سل هکټاره مځکه پنبه کرل سوې ده، چي ۴۵۰ مټرکه ټنه حاصلات به ځني واخیستل سي.

دی وايي، هلمند د هيواد په سطحه د پنبې د حاصلاتو لوی ولايت دئ خو هیله لري چي په کندهار کي هم پنبه ښه حاصلات ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...