دعامي روغتيا رياست ۷۵ ټنه بې کيفيته درمل ونيول

دغه درمل چي اڼټي بایوټيک هم پکښي شامل دي د بې راجسټره کمپينيو څخه په قاچاقي ډول راوړل سوي دي، چي د صحت له پاره مُضر او تاواني دي.

د کندهار دعامي روغتيا رياست مسئولين وايي دوی دټولو هغو درملو، چي کيفيت يې ټيټ او تروخت تېر وي، مخنيوی کوي او له منځه يې وړي.

دعامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، په وروستي کمپاين کي يې ۵۴ قلمه درمل، چي څه باندي ۳۴۰۰ کارټنه کيږي دبېلابيلو ګدامونو څخه راټول او له منځه به يې يوسي.

پخلا زياتوي، چي ياد درمل دروغتيا له پاره مضر او استعمال يې  دانسان په وجود کي مقاومتي سيسټم کمزوری کوي .

هغه وايي د درملو مالکان تښتېدلي او هڅه به وکړي چي،  د درملو اتحاديې په مرسته يې پيدا او عدلي ارګانونو ته يې معرفي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...