د ټاکنو کمېسيون مشره وايي، د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د مراعتولو په منظور يې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلي یې و نه سوای کولای چي اعلان کړي او له همدې امله له خلګو څخه بخښنه غواړي.
حوا علم نورستانۍ دغه خبري پرون ماخستن په خبري ناسته کي وکړې.
د ټاکنو د مهالوېش له مخي، د ټاکنو لومړنۍ پایلي بايد پرون اعلان سوي واى.
د ټاکنو کمېسيون مشري وويل، دا چي د ټاکنو د پايلو د پړاوونو سرته رسول لا ډېر دقت او شفافيت ته اړتيا لري، نو د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د تامينولو په خاطر يې له مهالوېش سره سم لومړنۍ پايلي اعلان نه سواى کړای.
نوموړي په ډاګه کړه چي د پايلو د پروسيس پرمهال يو شمېر څارونکي له خپل صلاحيت څخه د باندي د دغه بهير د ځنډېدو لامل سوي دي، نو وروسته له دې له ټولو څارونکو او سياسي ګوندونو په جدي ډول غواړي چي د خپل صلاحيت په حدودو کي عمل وکړي او د دې بهير د ټکني کېدو او ځنډېدو سبب نه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون