مایک پامپیو: امریکا په افغانستان کي له سولي او ثبات سره د مرستي له پاره پر ژمني ولاړه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، امریکا په افغانستان کي له تروریزم سره د مبارزې او په دې هیواد کي له سولي او ثبات سره د مرستي له پاره پر ژمني ولاړه ده.

پامپیو په یوه بیان کي وویل، د افغانستان په ننګرهار کي د یوه جومات پر لمونځ کوونکو حمله د هغو کسانو بې رحمي ښيي چي د انسان ژوند ورته اهمیت نه لري او د بې ګناه انسانانو پر ضد تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

ده ویلي، د امریکا متحد ایالتونه د ملکي وګړو قصدي وژني په کلکه غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

پامپیو زیاته کړې، امریکا له افغانانو سره، چي د سولي او له هر ډول تاوتریخوالي د پاکي راتلونکي غوښتونکي دي، ولاړه ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر مؤسسو او هیوادونو د ننګرهار د هسکي مېني خونړې پېښه غندلې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...