رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د ولايتي شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وايي، د جنګ ښکېلي غاړي دي د ملکي وګړو مرګ ژوبله ودروي.
دی وایي، په تيرو دوو ورځو کي د کندهار په خاکرېز او د ننګرهار په هسکه مېنه ولسواليو کي ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځيني کسان وايي، چي په خاکرېز کي د هوايي ځواکونو په بمبارۍ کي وسله وال طالبان وژل سوي دي، چي دغه څرګندوني بلکل بې بنسټه دي.
خاکرېزوال وايي، نړيواله ټولنه دي د ټاکنو کمېسيون سره د مرستي په خاطر يو کمېسيون جوړ کړي، تر څو د ټاکنو د پایلو له پاره ښه کار وکړي او شفافي رايي وشمېري او ژر دي د ټاکنو پايلي اعلان کړي.
خاکرېزوال زياتوی، داسي ښکاري چي يوځل بیا به د سولي خبري شروع سي، چي دوی دغه مذاکراتو ته خوشبین دي.
دی وايي، د جنګ ښکېلي غاړي دي تر خپلو ګټو تيري سي او يوه رښتينې سوله دي وکړي تر څو ملي ګټو ته زیان ونه رسیږي.
تېره جمعه د کندهار په خاکرېز کي هوايي ځواکونو بمبار کړی وو، چي اته کسه پکښي وژل سوي چي دغه کسان يې طالبان بللي وه، خو د ولايتي شورا رئیس وایي، دغه کسان ده پېژندل او له طالبانو سره هيڅ ډول اړيکه نه درلوده.
په همدا ورځ د ننګرهار د هسکه مېنه ولسوالۍ په يوه جماعت کي هم د لمانځه پر مهال چاودنه سوې وه، چي زيات شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون