په هلمند کي فرهنګي اوونۍ لمانځل کیږي

رپوټ: جواد داوري

دغه ۱۳ کسیزه هئیت د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکټر طارق رشاد په مشرۍ هلمند ته راغلي دي، دوی د علامه ابن حبان بستي په اړه سيمینار جوړ کړ او همدارنګه د بُست تاریخي کلا په اړه یې د ځايي لیکوالانو او څېړونکو وړاندیزونه هم واخیستل، تر څو په ساتنه او څارنه کي یې مثبت ګام واخیستل سي.

ډاکټر رشاد وايي، وزارت یې هڅه کوي فعالیتونه له کابل څخه ولایتونو ته انتقال کړي او په ولایتي کچه فرهنګي اوونۍ ولمانخي تر څو ځايي اوسېدونکي د خپل فرهنګ او تاریخ سره بلد او اشنا کړي.

دی وايي دغه لړۍ به روانه وي، تر هلمند وروسته به نورو ولایتونو ته هم ورته سفرونه کوي او تاریخي ابدات به راټولوي.

په هلمند کي د تاریخي اثارو او لاسي صنایع یو ورځنی نندارتون جوړ سوی، تر څو د هلمند لرغوني او فرهنګي اثار پکښي نندارې ته وړاندي کړي.

د دې نندارتون د نارینه ګډونوالو تر څنګ ښځینه د خپلو لاسي صنایعو څخه په بازار کي راضي نه دي، وايي کله کله په تشریفاتي ډول خپل توکي ننداري ته ږدي، خو پلور یې مناسب نه دئ او مېرمني غوښتنه کوي، چي د فرهنګي جامو د پاره یو معلوم ځای ورته جوړ سي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پر اساس په هلمند کي نژدې دېرش تاریخي کلاوي سته، چي اکثره په هغو سیمو کي دي، چي د طالبانو په لاس کي دي.
د طبعي پیښو او ځايي اوسېدونکو د نه پوهاوي له امله یې ځیني نړولي او ځیني یې په ناسم حالت کي دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت دا څلورم پلاوي دي چي د بیارغوني ژمنه یې کوي خو تراوسه یې کار نه دئ پیل سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...