د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نژدې دوو میاشتو وروسته په لومړي ځل له یو لوپوړي امریکايي چارواکي سره لیدنه کي په افغانستان کي د تيرو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی دئ.
نوموړي د امریکا د ګډو ځواکونو له عمومي لوی درستیز مارک الیک سندل ملي سره تر لیدني وروسته پخپل یو تازه ټویټ کي ویلي، چي په افغانستان کي د تيرو دوو لسیزو د پرمختګونو ساتل د دوی له ملي ګټو څخه دي.
زلمی خلیلزاد پر داسي مهال دا څرګندوني کوي، چي ولسمشر ټرمپ د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د تيرو لسو میاشتو مذاکرات چي وروستۍ مرحلي ته رسېدلي د سپټېمبر پر ۷مه لغوه اعلان کړل.
د یادو مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته دا لومړی ځل دئ، چي زلمی خلیلزاد له یو لوپوړي امریکايي چارواکي سره لیدنه کي په افغانستان کي د سولي پر ټينګښت ټينکار کړی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون