راپورونه

د رایو تر تصفیې وروسته به راتلونکې شنبه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلي اعلان سي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، مرکزي سیسټم ته د رايي اچوني څه باندي ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بایومېټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ سي. تر دې وروسته به د بایومېټریک معلوماتو لرونکو او نه لرونکو رایو تصفیه او بېلول پیل سي چي د کمېسیون د چارواکو په خبره تر دوو یا درو ورځو به ...

Read More »

د ناټو سرمنشي: طالبان باید د سولي په خبرو کي رښتنی نرمښت وښيي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو سره د سولي خبرو د بیا پیلېدو په صورت کي په خوښي ښودلو سره ویلي، چي طالبان باید د سولي خبرو کي رښینی نرمښت وښيي. نوموړي پرون په لندن کي د ناټو پارلماني اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چي د طالبانو په تاوتریخوالي کي کموالی نه دئ راغلی، چي دا تلپاتي سولي ته ...

Read More »

په هرات کي ځوانان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ را و وتل

رپوټ: غلام فاروق رسولي یوشمېر هرات مېشته اوسېدونکي وایي د امنیتی ځواکونو څخه ملاتړي دي او هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چي د هغوی کړني تر پوښتني لاندي راولي. په دې کسانو کي چي ډېری یې مدني فعالان دي د ولسی جرګې د غړو وروستۍ کړنه چي د امنیتی ځواکونو د تلاښۍ په غبرګون کي ئې کړې وه، ...

Read More »

په کندهار کي د پوليو کمپاين پیل سو چي پر مهال به يې تر پنځه لکه ډېر کوچنيان واکسين سي

رپوټ: مهتمم صالح له تيرو څو مياشتو څخه د وسله طالبانو له خوا د نړيوال روغتيايي سازمان پر فعاليتونو بنديز لګېدلی وو، چي څه وخت دمخه دغه بنديز بیرته لیري سو او وسله والو طالبانو بیرته اجازه ورکړه. له دې وروسته د يکشنبې په ورځ په کندهار کي د پوليو د واکسين کمپاين هم پیل سو. د کندهار د عامي ...

Read More »

د انتخاباتو کمېسیون له بایومېټریک دستګاوو څخه مرکزي سيسټم ته د معلوماتو لېږد رسماً پیل کړ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د یکشنبې په ورځ ناوخته یې له بایومټریک دستګاوو څخه مرکزي سيسټم ته د معلوماتو د لېږد بهیر رسماً پیل کړ. د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس وايي، د کاندیدانو څارونکي په ځینو برخو کي د دوی د کارونو د چټکتیا په وړاندي خنډ سوي او له همدې کبله دوی د ...

Read More »

حمدالله محب: پولیس د هیچا د سپکاوي حق نه لري او باید قانون پر ټولو یو ډول عملي کړي

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي چي د پارلمان غړي د ولس استازي او د قانون جوړوونکي دي، دوى تر بل هر چا د قانون په ارزښت پوهيږي او په عملي کېدو کي دې مرسته وکړي. د ملي امنيت شورا له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي حمدالله محب د ولسي جرګې د یو شمېر ...

Read More »

کندهار والي د تازه مېوې د لوړ محصول موضوع له پاکستاني پلاوي سره شریکه کړه

په دې وروستيو کي د کندهار باغوانانو او د تازه مېوو سوداګرو شکايت کړى وو، چي پاکستان د کندهار پر انارو او نورو تازه مېوو محصول لوړ کړى دئ. د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه استول سوي خبرپاڼه کي راغلي، د پاکستان قونسل نعیم خان او د یاد هيواد د کرهڼي او سوداګرۍ وزارتونو څخه راغلي پلاوي په ولایت ...

Read More »

لښکرګاه ښاروالي د خصوصي سکتور په مرسته د رېړیو له پاره ځانګړی ځای جوړوي

رپوټ: جواد داوري  په لښکرګاه کي د خلګو بیروبار او پر سړکونو د رېړیو او لاسي پلورونکو له امله سړکونه بندوي، ترافیکي پیښي کیږي او آن تر دې چي پر ځینو جادو د زیات بندښت له امله تګ راتګ کم سوی دئ. د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي وايي، دا چي د ښاروالي خپله بودجه لږ ده، نو نه ...

Read More »

ټرمپ یو وار بیا ټینګار وکړ چي امریکايي پوځیان له افغانستانه باسي

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر يو وار بيا ټينګار وکړ چي امريکايي پوځيان به له افغانستانه وباسي. ډونالد ټرمپ پرون په ميناسوتا ايالت کي د خپلو پلويانو يوې ډلي ته په خبرو کي وويل، ټاکل سوې وه چي دوی د لنډي مودې له پاره په افغانستان کي پاته سي، خو اوس يې په دغه هیواد کي د حضور تقريباً ...

Read More »

د روزګان په ګېزاب ولسوالي کي د پوځ تر ۱۵۰ پوري سرتیري د طالبانو له خوا کلابند سوي

د روزګان ولایت په ګېزاب ولسوالي کي د پوځ تر ۱۵۰ پوري سرتیري د طالبانو له خوا کلابند  سوي او هلته سخته جګړه روانه ده. د یادي ولسوالۍ یوه باوري سرچینه وايي، پر ګېزاب ولسوالۍ له تیرو اتو ورځو راهیسي د سلګونو طالبانو له خوا جګړه پیل سوې چي لا هم دوام لري. سرچینه وایي، دجګړې پر اتمه ورځ دغي ...

Read More »