د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو سره د سولي خبرو د بیا پیلېدو په صورت کي په خوښي ښودلو سره ویلي، چي طالبان باید د سولي خبرو کي رښینی نرمښت وښيي.
نوموړي پرون په لندن کي د ناټو پارلماني اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چي د طالبانو په تاوتریخوالي کي کموالی نه دئ راغلی، چي دا تلپاتي سولي ته د طالبانو د نه ژمنتیا څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چي ناټو به هيڅکله اجازه ور نه کړي، چي افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو په پناه ځای بدل سي.
سټولټنبرګ ویلي، چي ناټو به له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کي د افغان سرتيرو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ستولټنبرګ پر داسي مهال دا څرګندوني کوي، چي له تيري سپټېمبر را په دېخوا د افغان سولي په اړه خبري په ټپه درېدلي دي.
د خبرو تر درېدو وروسته طالبانو وویل، که امریکا د سولي خبرو ته راونه ګرځي راتلونکی مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون